ساینس او ټیکنالوژي
ټیکټاک د یو څه وخت لپاره په امریکا کې د پاتې کېدو ارزښت لري – ډونالډ ټرمپ
رویټرز لیکلي، چې د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې یو له قوي پیغامونو څخه دی، چې هغه د امریکا له بازار څخه د چینایي ټولنیز پلیټ فارم د احتمالي وتلو مخالف دی.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ( د لیندۍ دوهیمه) ویلي، چې په امریکا کې ټیکټاک ته تر یو وخته لېواله دی.
رویټرز لیکلي، چې د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې یو له قوي پیغامونو څخه دی، چې هغه د امریکا له بازار څخه د چینایي ټولنیز پلیټ فارم د احتمالي وتلو مخالف دی.
د امریکا سنا د روان کال په اپریل کې یو قانون تصویب کړ، چې بایټډانس ته د ټیک ټاک د مور خطاب کېږي؛ د ملي امنیت د اندېښنو له کبله به د دغه ټولنیز پلیټ فارم مالکیت امریکایانو ته وسپاري.
د ټیک ټاک مالکین د دې قانون د لغو کولو غوښتونکي دي او د امریکا سترې محکمې د دې قضیې په اړه موافقه کړې ده؛ خو که محکمه د بایټډانس په ګټه رای ورنکړي، دا اپلیکیشن به د راتلونکي کال د جنوري پر نولسمه د ټرمپ له راتګه یوه ورځ بند شي.
اوس دا څرګنده نده، چې ډونالډ ټرمپ به څنګه د ټیک ټاک د بندېدو امر بېرته واخلي، چې په سنا کې په پراخه کچه تصویب شوی دی.
د دوشنبې پر ورځ ټرمپ د ټیک ټاک له اجرائیوي رییس سره هم وکتل. له دې غونډې وروسته او په همدې ورځ یې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې اپلیکیشن کې د هغه د ټاکنیز کمپاین د بریالیتوب لپاره ټیک ټاک غوره رول ولوباوه.
د امریکا عدلیې وزارت استدلال کړی، چې ټیک ټاک د چین ملکیت او د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی؛ دا یو داسې دریځ دی، چې د امریکا قانون جوړوونکي ترې ملاتړ کوي.