تازه خبرونه
پاتې طالب بندیان به د بلې اوونۍ په پای کې خوشې شي – حنیف اتمر
افغان حکومت ويلي، چې پاتې طالب بندیان به په یوه اوونۍ کې خوشې شي، چې ور سره سم به د افغانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.
It is extremely important for us to work closely with Central Asia and assure them that peace in Afghanistan is going to serve their security needs as well, says Afghan Acting Foreign Minister Mohammed Haneef Atmar. #AfghanPeace https://t.co/uG5iZnCdY1
— U.S. Institute of Peace (@USIP) August 27, 2020
د پاتې طالب بندیانو د خوشې کیدو پر سر اختلافونه د حل کیدو په درشل کې دي؛ ځکه، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر ويلي: د لانجمنو طالب زندانیانو د پريښودو په اړه ستونزې حل شوي او په یوه اوونۍ کې به له بنده آزاد او ورپسې به د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر ویلي: مونږ به د رتلونکې اوونۍ تر پایه ټول طالب زندانیان خوشې کړو، چې شمېر به یې ۵۶۰۰ ته ورسیږي. طالبان هم باید په خپلو ژمنو ودریږي او اجازه ورنکړي، چې دا کسان بېرته د جګړې لیکو ته ولاړ شي.
له دې مخکې افغان حکومت ویل، چې دغه لانجمن طالب زندانیان به د زنداني یوویشت افغان کمانډو سرتېرو په بدل کې خوشې کوي.
له بلې خوا فرانسې او آسترالیا هم د ځينو طالب زندانیانو له خوشې کیدو سره مخالفت ښودلی و. اوس هم معلومه نده، چې فرانسې او آسترالیا د دغو طالب زندانیانو له خوشې کیدو سره هوکړه کړې او که نه او دا، چې د دغو په بدل کې به طالبان افغان کماندو سرتېري خوشې کړي او که نه.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوولینو ويلي، چې د دوی د بندیانو له خوشې کیدو یوه اوونۍ وروسته د سولې خبرو د پیلیدو امکان شته.
آزاد خبریال سمیع یوسفزی وایي: اوس هم اختلافي ټکي شته او طالبان د کماندو سرتېرو د خوشې کولو نیت نلري.
له دې یوه ورځ مخکې د پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ویلي وه، چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې به د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.
د ولسي جرګې غړی ابرار الله وایي، چې ښکېلې خواوې په ځینو برخو کې سوله برمته کوي.
حکومت وار له مخه ټينګار کوي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اصلي او لومړۍ اجندا به اوربند وي؛ خو طالبان بیا وايي، چې دوی به په خبرو کې د راتلونکي نظام څرنګوالي ته لومړیتوب ورکړي.
