تازه خبرونه
پاتې نوماند وزیران به سبا ولسي جرګې ته معرفي شي
ټاکل شوې د کابینې پاتې غړي د ولسمشر د لومړي مرستیال لخوا سبا ولسي جرګې ته د باور رایې لپاره معرفي شي.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي چې د کابینې د شپاړسو وزارتونو لپاره کاندید شوي کسان به دوی ته د دوشنبې په ورځ معرفي شي او ولسي جرګه به د دریو ورځو په لړ کې د هغوی تحصیلي اسناد وڅیړي.
دغه کسان په داسې حال کې ولسي جرګې ته معرفي کیږي چې افغان ولسمشر او اجرايي رییس پرون امریکا ته سفر پیل کړ.
د ملي یوالي د حکومت د کار له پیل راهیسې څه باندې نیم کال په تیریدو دی، خو کابینه لاهم نیمګړې ده.
د تیرې شنبې په ورځ افغان ولسمشر د کابینې د پاتې اوولسو وزارتونو له ډلې د شپاړسو وزارتونو لپاره نوي کاندیدان اعلام کړل، خو د ملي دفاع وزارت لپاره پکې څوک نه دي نومول شوي.
د کاندیدوزیرانو لست:
د سوداګرۍ او صنایعو خونې وزارت ته همایون رسا،
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته عبدالباري جهاني؛
د کرنې او مالدارۍ وزارت ته اسدالله ضمیر
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته محمد ګلاب منګل
د فواييد عامې وزارت ته محمود بلیغ
د اقتصاد وزارت ته عبدالستار مراد
د ترانسپورت وزارت ته محمد الله بتاش
د پوهنې وزارت ته اسدالله حنیف بلخي
د ښارجوړونې وزارت ته سید سعادت منصور نادري
د عدليې وزارت ته عبدالبصیر انور
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ته عبدالرزاق وحیدی
د ښځو چارو وزارت ته دلبر نظري
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ته سلامت عظیمي
د لوړو زده کړو وزارت ته فریده مومند
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نسرین اوریا خیل
او د اوبو او انرژۍ وزارت ته علي احمد عثماني معرفي شوي دي.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي چې د دوشنبې په ورځ به د دغو کاندیدانو اسناد په رسمي توګه ولسي جرګې ته وسپارل شي.
په دغه نوملړ کې د ملي دفاع وزارت لپاره څوک نه دي معرفي شوي.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي چې د ولسمشر او اجرايي رییس تر منځ د نظر د اختلافونو له کبله دغه وزارت ته څوک نه دي معرفي شوي.