سیمه ییز خبرونه
پارلمانى ائتلاف د ولسي جرگې اداري پلاوى له قانون څخه په سرغړونه تورن كړ
د قانون ملاتړى پارلماني ائتلاف د ولسي جرگې د شنبې ورځې غونډه، چې د ماليې او كرنې وزيران او د مركزي بانك سرپرست رييس ورته رابلل شوي وه، غير قانوني بولي او د ولسي جرگې اداري پلاوى له قانون څخه په سرغړونه تورنوي.
له بلې خوا، د ولسي جرگې په دې غونډه كې د ماليې وزير وويل، چې:
كه تر راتلونكيو درې مياشتو نړيوال بانك او مرستندويه هېوادونه له افغانستان سره مرسته و نه كړي، دا هېواد به له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
د ماليې وزير او د افغانستان د مركزي بانك سرپرست رييس، د شنبې په ورځ(د وږي په ۲۶) ولسي جرگې د ځواب ويلو په خاطرخپلې غونډې ته بللي وه.
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د ولسي جرگې په غونډه كې وويل، چې:
نړيوال بانك او ډونرانو د روان عيسوي كال د مارچ راهيسې له افغانستان سره خپلې مرستې بندې كړي دي.
زاخېلوال وايي، چې:
نړيوال بانك د افغانستان له دولته غوښتي، چې له مالي بحران څخه د كابل بانك د ژغورلو لپاره دې له دغه بانك سره د ۵۲ ميليون ډالره مرسته وكړي، چې دوى وكولى شي، له سره خپلې مرستې له مركزي بانك سره پيل كړي؛ خو د دې غوښتنې عملي كيدل د ولسي جرگې هوكړې ته اړتيا لري.
د افغانستان د مركزي بانك سرپرست محب الله ساپي وايي، چې:
كه د نړيوال بانك دغه غوښتنه ونه منل شي؛ نو افغانستان به زياتې مرستې له لاسه وركړي.
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وايي، چې:
دا مهال افغانستان په بشپړ ډول پوره پيسې په خپله خزانه كې لري، خو كه د دوى خبرې اترې (مذاكرې) له نړيوال بانك سره پايلې ته و نه رسيږي، تر درې مياشتو به له ستونزو سره مخ شي.
د زاخېلوال په وينا:
تر اوسه د كابل بانك ۶۷ميليون قرضونه راټول شوي دي.
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف وياند اسدالله سعادتي وايي، چې:
د ولسي جرگې دا غونډه د دې جرگې د داخلي دندو د اصولو خلاف ده.
د دې ائتلاف د وياند په وينا:
ترهغې، چې د ولسي جرگې د جرگه گيو رييسانو كميټه جوړه نه شي؛ د دې جرگې د غونډو او اجنداوو جوړول غيرقانوني دي.
د قانون د ملاتړ پارلماني ائتلاف وياند وايي، چې:
تراوسه پورې د دوى او د جرگې د اداري پلاوي او د اصلاح غوښتونكيو پارلماني گروپ تر منځ خبرې كومې پايلې ته نه دي رسيدلي