تازه خبرونه
پارلمان په خپلو یو کلنو هڅو کې بریالی نه و
د یو شمېر بنسټونو نوې موندنې ښیي، چې د افغانستان پارلمان په خپلو تېرو یو کلنو کړنو او په ځانګړي توګه د قانون جوړونې په برخه کې بریالی نه و.
د افغانستان پارلمان نوی پېر، چې له شپږ میاشتنیو ټاکنیزو هڅو وروسته پیل او پرې یو کال تېر شوی؛ د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د نویو موندنو له مخې؛ په خپل یو کلن کار کې ناکام و. دا ناکامي یې ډېره د قانون جوړونې، د حکومت پر کارونو د څارنې او د ملي شورا د غړیو د غیرحاضرۍ له کبله وه.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ موندنې ښیي، چې ولسي جرګې په تېر یوه کال کې د استیضاح هیڅ غونډه نلرله او په ډېرو ناستو کې یې نصاب هم بشپړ نه و؛ خو د غړیو د سواد کچه، عمر، خپلواکي او د ښځو حضور د دغې دورې د ځواکمنۍ ښه ټکي نومول شوي دي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ څېړونکی حسیب معترف وایي: په خواشینۍ، چې د ملي شورا اوومه دوره د خلکو له تمو سره سره په خپلو دندو کې ناکامه وه.
د ولسي جرګې غړی ګل احمد نورزاد وایي، چېروان بحران د دې لامل شوی، چې په ټوله کې د دولت کارونه ښه نه وي.
دا موندنې ښیي، چې د ملي شورا په ډېرو ناستو کې نصاب بشپړ نه و، چې له کبله یې د قوانینو په جوړولو او نورو لویو موضوعاتو کې هڅې ناکامې وې.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غړی عبدالباقی رشید واییو چې پارلمان باید په کلکه له حکومت وغواړي، چې نوې کابینه وروپېژني.
د ولسمشرویاند صدیق صدیقي ویلي؛ حکومت چمتو دی، چې کابینه ژر تر ژه پارلمان ته وروپېژني.
له حکومت سره د همغږۍ هڅې، د سیاسي کړکیچ منځګړیتوب، د قطعیې په سند کې د فساد افشا کول او د سواد لوړه کچه د ملي شورا اوومې دورې ته ارزښتمن مهم ټکي پاتې دي.