تازه خبرونه
پارلمان په کابل هوایي ډګر کې د چاودیدونکیو توکو د موندلو څېړنه کوي
کابل ته د پاکستان د ولسي جرګې د مشر اسد قیصر د سفر لغو کېدو په تړاو امنیتي مسوولین ولسي جرګې ته د ځواب ویلو لپاره وغوښتل شول .
د پاکستان د ولسي جرګې د پلاوي سفرهغه مهال لغو شو، چې په کابل هوایي ډګر کې یې د لېږد الوتکې ته د راکښته کېدو اجازه ورنکړ شوه.
مسوولینو ویلي؛ دا موضوع د کابل د هوایي ډګر په ځغاسلیکه کې د چاودېدونکيو توکو له موندنې سره تړاو لري؛ خو دې موضوع ډېرې پوښتنې را ولاړې کړې دي.
د ولسي جرګې د مشرانو کمېټې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سرپرستان د ځواب ویلو لپاره وغوښتل.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې دا قصدي عمل نه و او د چاودېدونکیو توکو د کشف په خاطر د پاکستان د ولسي جرګې د مشر اسد قیصر او ورسره د مل پلاوي د لېږد الوتکې ته د ناستې اجازه ورنکړ شوه.
نوموړي زیاته کړې؛ دا ستونزه سبب شوه، چې د ۹ نورو الوتکو الوتنې او ناستې وځنډیږي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي حیات الله حیات د ولسي جرګې د پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ موضوع قصدي نه، بلکې په هوایي ډګر کې د چاودېدونکيو توکو موندل ول او ډګر دوه ساعته وتړل شو، چې څلور ناستې او پېنځه الوتنې وځنډېدې.
د ولسي جرګې د مشرانو کمېټې ویلي، چې امنیتي مسوولینو قناعت ورنکړ شو؛ ځکه، نو د مسئلې د څېړلو لپاره یو پلاوی ګومارل شوی دی.
د ولسي جرګې غړی میرحیدر افضلي ویلي؛ په خواشینۍ، چې د پاکستان د ولسي جرګي د مشر سفر لغو شو او د همدې لپاره د امنیتي بنسټونو مسوولین د ځواب ورکولو ته راغوښتل شوي وه؛ خو د ولسي جرګې قناعت رامنځته نشو او د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی وګومارل شو.
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون مشر میرافغان ساپی وایي: امنیتي مسوولینو ویلي، چې ناټو د چاودېدونکیو توکو د کشف لپاره هوایي ډګر تړلی و او په دې توګه د پاکستان د ولسي جرګې د مشر سفر لغو شو؛ خو د خواشینۍ ځای دی، چې د افغانستان د ولسي جرګې مشر ترې په میدان کې خبر نه و او د پاکستان سفیر ترې ژر پوه شو.
د ولسي جرګې غړي تمه لري، چې د قضیې اصلي علت پیدا شي؛ ځکه د دوی په خبره د پاکستان د ولسي جرګې مشر د یوه کس نه، بلکې د افغانستان مېلمه و او دا کړنې کولی شي د دواړو هېوادونو پر همکاریو بده اغېزه وکړي.