تازه خبرونه
پارلمان: ځینې ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخامخ دي
د ولسي جرګې ځینې غړي خبرداری ورکوي چې د هیواد په شمال کې ځینې ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخامخ دي.
دوی همدا راز وایي، که حکومت امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونه کړي د جلریز، کندز او بدخشان پیښې به بیا تکرار شي.
بلخوا د کورنیو چارو وزیر د استیضاح مساله د ولسي جرګې له کاري اجنډا ووته ځکه یو شمېر وکیلانو چې د استیضاح لپاره لاسلیکونه کړي وو، خپل لاسلیکونه بېرته واخیستل.
یو شمېر وکیلان وایی، په ولایتونو کې یې زیاتره پوستې د دښمن په کلابندي کې دي.
محمد هاشم – ولسي جرګه- فاریاب:
“که خدای مه کړه یوه یا دوه ولسوالۍ سقوط وکړي، نو ټول شمال له ناامني سره مخ کولای شي.“
صفیه ایماق- ولسي جرګه – بادغیس:
“ د بالا مرغاب ولسوالۍ چې په بادغیس ولایت پورې اړوند ده، همدا اوس د دښمن تر محاصرې لاندې ده او یوه اوونۍ کيږي چې دغو کسانو ته نه اوبه او نه هم ډوډۍ رسیدلې.“
عبیدالله بارکزی – ولسي جرګه- ارزګان:
“د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې د لسو په شاوخوا کې کسان په شهادت ورسیدل او تر اوسه هیڅ ډول مرسته نه ده ورسته رسیدلې.“
وکیلان له دې امله په حکومت نیوکه کوي چې د امنیت د ټینګښت لپاره پلان نه لري.
دوی خبرداری ورکوي چې ځینې کړۍ غواړي څو په قومي بڼه د وسلو د ویش پروسه پیل کړي.
بلخوا د ولسي جرګې ځینو غړو د کورنیو چارو د وزیر د استیضاح لپاره خپل کړي لاسلیکونه بېرته واخیستل او په دې توګه د هغه د استیضاح مساله د ولسي جرګې له کاري اجنډا ووته.
ولسي جرګې همدا راز د کورني امنیت او دفاعي چارو کمیسیونونو ته امر وکړ چې د جلریز د وروستۍ پیښې په اړه څیړنې وکړي.