نړۍ

پاكستانيو طالبانو په كراچۍ كې د ځانمرگي بريد مسوولت منلى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سمه ييزو طالبانو د خطونو په ليږلو او د مشكوكو ټيليفوني اړيكو په نيولو ده ته گواښ كاوه

له پاكستانيو طالبانو سره اړوند يو ځانمرگي بريد كونكي د دوشنبې په ورځ(د وږي په ۲۸) په كراچې كې د پاكستان د جنايي جرمنو پر ضد  د څېړنو سازمان د سرپرست محمد اسلم د كور په وړاندې په ځان پورې تړلي چاوديدونكي توكي په ډيفينس سيمه كې وچاودول، چې له لامله يې اته تنه وژل شوي او گڼ شمېر نورټپيان شوي دي.

سيمه ييزو سرچينو د پاكستاني طالبانو د وياند په حواله ويلي، چې وسله والو طالبانو په كراچۍ كې د دوشنبې ورځې د ځانمرگي بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.

د رپوټ له مخې دا بريد د پاكستان د جنايي جرمنو د څېړنې د سازمان له خوا د ياد تحريك د څو كسانو د نيولو په غبرگون كې شوى دى .

ويل كيږي، چې په دې پېښه كې يو مورهم  سره د خپل ماشوم وژل شوي دي .

دا په داسې حال كې ده، چې د پاكستان د جنايي جرمنو په ضد د څېړنې سازمان سرپرست ويلي، چې

سمه ييزو طالبانو د خطونو په ليږلو او د مشكوكو ټيليفوني اړيكو په نيولو ده ته گواښ كاوه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version