سیمه ییز خبرونه

پاكستاني پوځيانو شاوخوا پنځوس كيلو متره د افغانستان خاوره لاندې كړى ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، چې پاكستاني پوځيانو شاوخوا پنځوس كيلو متره د افغانستان خاوره لاندې كړى ده. دوى د بهرنيو چارو له وزارت څخه غواړي، چې په كابل كې د پاكستان سفير د دغې مسئلې به باب پوښتنو ته وغواړي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو د شنبې  ورځې ( د وري ۳۱ ) په ناسته کې د پاكستانې پوځيانو له خوا د ننګرهار په ګوښته كې د تاسيساتو جوړول وغندل.

د ولسي جرګې غړي سلیمان خېل او سیاوش بکتاش وايي، چې پاكستاني پوځيان په يو شمېر سيمو كې شاوخوا پنځوس كيلو متره د افغانستان خاروې ته را د ننه شوي دي.

بل خوا د ولسي جرګې غړی احمد بهزاد بيا په برېښنايي تذكرو كې د تابيعت ځايولو غوښتنه كوي، نوموړی وايي، تر هغې دې د برېښنايي تذكرو وېش وځنډول شي تر څو د تابيعت قانون نه وي تصويب شوى.

تېره اوونۍ د كورنيو چارو وزارت وياند د افغانستان خاورې ته د پاكستاني پوځيانو را وړاندې كېدل رد كړي وو او زياته كړې یی وه، چې افغان پوله ساتي ځواكونه له هر ډول ګواښ سره د مقابلې توان لري.

Trending

Exit mobile version