سیمه ییز خبرونه
پاكستانۍ دينې مدرسې په افغانستان كې د جګړې لپاره رخصت شوې دي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، استخباراتي اطلاعات ښيي چې د پاكستان دينې مدرسو خپل زده كوونكي په افغانستان كې د نا امنۍ په موخه رخصت كړې دي. د دفاع وزارت خبر دارى وركوي، چې د هرډول بهرني ګواښ د ځوابولو ځواك لري.
په داسې حال كې، چې له افغانستانه د نړيوالو ځواكونو د وتلو بهير دوام لري او په نيژدې راتلونكې كې به په بشپړه توګه افغان ځواكونو ته د امنيتي مسئوليتونو د لېږد بل پړاو پېل شي د امنيتي ستونزو د زياتوالي په اړه هم آوازې تودېږي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي په كابل كې له آيساف او ناټو سره په ګډ خبري كنفرانس كې وويل:
په افغانستان كې د جګړې د زياتولو په موخه ترهګرې ډلې چمتو كېږي.
ظاهر عظيمي زیاته کړه، چې د افغانستان استخباراتو داسې اطلاعات ترلاسه كړي، چې ښيي په پاكستان كې ديني مدرسې رخصت شوې او زده كوونكي يې په افغانستان كې د جګړې د سختولو په موخه چمتو شوي دي.
په همدې وخت كې د دفاع وزارت وياند همدارنګه وايي، چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې مقابلې ته چمتو دي.
دا په داسې حال كې ده، چې په تېرو څو ورځو كې په افغانستان كې د تاوتريخوالي ګڼې پېښې رامنځته شوي، چې ډېر قربانيان يې ماشومان او نور ملكيان ښودل شوي دي.