تازه خبرونه
پاكستان افغان ټاكنې له امنيتي گواښونوسره مخ كوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
افغان سیاسي کارپوهان وایي، چې د پاکستان ای اس ای غواړی د دغه هېواد له طالبانو سره د اوربند په موخه د افغانستان راتلونکی ټاکنی ناامنه كړي.
د پاکستانی طالبانو ویاند شاهد الله شاهد تېره ورځ د پاکستان له حکومت سره د سولی په ټپه دریدلو خبرو د بیا پیل په خاطر یو میاشتنی اوربند اعلان کړ.
افغان سیاسی کار پوه احمد سعیدي دغه اوربند ته د شک په سترگه گوري او وایي، چې دغه اوربند په افغانستان كې هگريزو بریدونو ته د زور وركولو په موخه را رامنځت شوى، ټاکنې له امنیتي گواښونو او ستونزو سره مخ شي.
دغه یو میاشتنی اور بند د پاکستان او پاکستاني طالبانو تر منځ په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د افغانستان ولسمشرۍ او ولایتی شوراگانو ټاکنو ته هم کابو یوه میاشت پاتې ده.