نړۍ
پاكستان بايد طالبانو ته د امنو پټنځايونو له وركولو ډډه وكړي- مک گاورن
يو امريكايي قانونپوه وايي:
د افغانستان جگړه پوځي حل لار نه لري؛ دا كار د يوې ډيپلوماټيكې لارې پرانستې ته اړتيا لري.
نوموړى دغه راز ټينگار كوي، چې:
پاكستان بايد وسله والو طالبانو ته د امنو پټنځايونو له وركولو ډډه وكړي.
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريالې نذيرې عظيم كريمي ته څرگنده كړې، چې د امريكا د كانگريس يوه غړي جيمز مك گاورن څو اوونۍ مخكې له افغانستان څخه ليدنه كړې ده.
نوموړى وايي، چې:
افغانستان او امريكا خپلې منافع لري.
مك گارون وايي:
امريكا غواړي په سيمه كې يو باثباته او پرمختللى افغانستان شتون ولري او دې موخې ته د رسيدو لپاره سيمه ييزو همكاريو ته اړتيا ليدل كيږي.
مك گاورن د دې پوښتنې په ځواب كې، چې ولې واشنگټن پاكستان ته ددې لپاره چې افغانستان ته وسله وال راليږي او د ترهګرۍ ځاله ده، غوڅ ځواب نه وركوي؟ وايي:
دا، چې پاكستان بالاخره د دې ستونزې حل لاره ده، بايد داسې لارې چارې وپلټل شي، چې پاكستان له افغانستان او امريكا سره رښتينې همكاري وكړي.
په همدې حال كې نوموړى وايي:
كه اسلام اباد غواړي، چې په افغانستان كې جگړه پاى ته ورسيږي، بايد طالبانو ته د امن ځايونه ورنكړي او پرينږدي، چې له خاورې يې پرنورو هېوادونو د ترهگرۍ گواښ زيات شي.
د امريكا د كانگريس دغه غړي دغه راز ويلي، چې په افغانستان كې د جگړې د ختمولو په لار كې مذاكرو ته چندان ارزښت ندى وركړ شوى او په وينا يې:
امريكا د دې پرځاى، چې له سياسي حل لارو كار واخلي، پوځي لارو چارو ته ترجيح وركوي.
نوموړى پدې باور دى، چې:
امريكا او متحدين يې بايد د يوې سياسي حل لارې موندلو لپار له افغان دولت سره مذاكره وكړي، پرته له هغې به په دې هيواد كې جگړه پاى ته ونه رسيږي.
گارون وړانديز كوي، چې:
واشنگټن بايد پدې لار كې پاكستان او ايران له پامه ونه غورځوي.
دغه امريكايي چاراكې زياتوي، چې:
كه د افغانستان جگړې ته وړ حل لاره ونه پلټل شي، دغه جگړه به نوره هم وغځيږي.
په همدې حال كې نوموړى ټينگار كوي، چې:
د تېرو كلونو په پرتله د افغانستان راتلونكي ته هيله من دى.