سیمه ییز خبرونه
پاكستان ته د برښنا د ليږد پروژه به د ۲۰۱۷ كال تر پايه بشپړه شي
له قرغيزستان څخه د تاجكستان او افغانستان له لارې پاكستان ته د زر ميگاوات برښنا د ليږد پروژه به د ۲۰۱۷ كال تر پايه بشپړه شي.
د برښنا شركت وايي، نړيوال بانك او د سيمې څلورو هېوادونو د دې پروژې لپاره جدي هڅې پيل كړي دي.
د برښنا شركت د سوداگريزو چارو رييس ميرويس عالمي وايي، نړيوال بانك تېره اوونۍ په دې برخه كې د هغو هېوادونو تر منځ، چې په دې پروژه كې شريك دي، د دوه اړخيزو او څو اړخيزو خبرو د پيل لپاره د ۱۵ ميليون دالرو د وركړې ژمنه وكړه، چې ډېر ژر به يې لومړنۍ څېړنې تر سره او عملي كار پيل كړي.
ښاغلى عالمي زياتوي، نړيوال بانك د تاجكستان له سرحد څخه د پاكستان تر سرحد پورې د دې پروژې د مزي د غزولو د لگښتونو د پوره كولو ژمنه افغانستان ته وركړې او ټاكل شوې عملي كار يي ژر پيل شي.
د هغه په وينا، كه څه هم په دې پروژه كې د افغانستان ونډه ۳۰۰ ميگاوات برښنا ده او هر كال به د ټولو لگول شويو پيسو۶ په سلو كې برخه هم تر لاسه كوي.
په داسې حال كې، چې افغانستان د منځنۍ او سويلي آسيا تر منځ د سوداگرۍ او ترانزيتي چارو لپاره تر ټولو لنډه لار پېژندل كيږي. اوس د سيمې د هېوادونو پام هم دې خبرې ته اوښتى، چې دا هېواد د برښنا او گازو د ليږد لپاره لنډه لار ده.
له تركمنستان څخه د افغانستان له لارې پاكستان او هند ته د گازو د ليږد ستر پروگرام او همدا راز د كاسا د برښنا د ليږد پروژه د دې ادعا د ثبوت دليل دى.