تازه خبرونه

پاكستان ته د پوځي تجهيزات د سپارلو راپورونه رد شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

څه موده مخكې يوې امريكايي ورځپاڼې په ډگه كړې وه، چې امريكا غواړي د اووه ميليارد دالرو په ارزښت خپل پوځي تجهيزات پاكستان ته وسپاري.

په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو لوى قوماندان دانفورد دا راپور رد او له افغانستان سره يي د ناتو او امريكايي ځواكونو ژمنې نه بدليدونكې وبللې.

ښاغلى دانفورد وايي، امريكايي پوځيان به پاكستان ته هيڅ ډول پوځي تجهيزات ورنكړي او په دې برخه كې هر ډول خپاره شوي راپورونه ناسم دي. له افغانانو په ځانگړي توگه له افغان ځواكونو سره زمونږ د ژمنو دوام نه بدليدونكى دى. غواړم ټينگار وكړم، چې: افغان ځواكونه په بشپړ ډول دې ته تيار دي، چې د راتلونكيو ټاكنو امنيت خوندي كړي.

كه څه هم افغان ولسمشر له واشنگتن سره د امنيتي سند له لاسليك مشروطه ډډه كړې؛ خو د هغه امريكايي سيال باراك اوباما له ۲۰۱۴م كال وروسته هم له افغانستان سره د همكاريو پر دوام ټينگار كوي.

افغان حكومت وايي، نور د افغانستان په كليو او بانډو كې ترهگر نشته او له ترهگرو سره مبارزه بايد د هغوي پر پناه ځايونو متمركزه شي.

د اوبا ما څرگندونو د سياسي چارو كارپوه احمد سيدي هيله من كړي او د امنيتي سند د لاسليك په اړه وايي:

باراك اوباما پوهيږي، چې حامد كرزى يو فرد دى او وخت يې هم پوره دى. نوموړي ته د افغانستان خلك مطرح دي او د خلكو په ډاډ به امنيتي سند هم لاسليك شي.

د ولسي جرگې د غړې نسیمه نیازۍ په وينا، اړينه ده ، چې امريكا له سخت دريځو سره خپله مبارزه غزوي.

۱۳ كاله مخكې د امريكا په مشرۍ نړيوال ځواكونه افغانستان ته راغلل. له هماغې مودې تر اوسه نړيوالو ځواكونو د طالبانو، القاعده شبكې او نورو سخت دريځو په خلاف مبارزه پيل كړه، چې تر اوسه هم دوام لري. امريكا نه غواړي، چې نور افغانستان د بنسټپالو او سخت دريځو په پناه ځاى واوړي.

Trending

Exit mobile version