سیمه ییز خبرونه

پاكستان ته د ۲۵۰۰ ټنه غازو د لېږدولو مخه ونيول شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

يو شمېر پاكستاني سوداگرو په غېر قانوني توگه د افغانستان په بازارونو كې نفتي مواد او په تېره بيا اوبلن غاز پېرودلى دى.

د سوداگرۍ وزارت د نفتي موادو او اوبلن غاز رياست وايي، د پاكستان دا كار د بيو په كنترول كې په حكومت د خلكو باور زيانمنوي.

دغه رياست زياتوي، چې په تېره يوه اوونۍ كې يې پاكستان ته د ۲۵۰۰ ټنه غازو د لېږدولو مخه نيولې ده.

د سوداگرۍ وزارت د نفتي موادو رئيس فريد الله شېرزى وايي:

پاكستاني سوداگر په نا قانونه توگه په افغانستان كې اوبلن غاز رانيسي.

نوموړى زياتوي، چې د افغانستان په بازارونو كې په زېاته اندازه غاز په داسې حال كې رانيول كېږي، چې افغانستان خپله هم غاز له بهره واردوي.

هغه له مسئولو بنسټونو غوښتي هغه كسان، چې په دې سوداگرۍ كې لاس لري څارنوالۍ ته معرفي كړي.

د پاكستان له لارې د ترانزيتي مالونو د لېږدونې په برخه كې د پاكستان د دوه گوني سياست په اړه افغان سوداگرو ډېر ځله شكايت كړى، خو دا لومړى ځل دى، چې يو شمېر افغان او پاكستاني سوداگر نفتي توكي او په تېره بيا غاز د افغانستان په بازارونو كې پيري او پاكستان ته يې لېږدوي.

Trending

Exit mobile version