سیمه ییز خبرونه
پاكستان درې نور طالب مشران له بنده خوشي كړل
پاكستان يو ځل بيا درې طالب مشران خوشې كړل. د ملا محمد عمر سلاكار جهانګيروال، د طالبانو په واكمني كې د هلمند والي ملا عبدالمنان او د دې ډلي يو جنګي قومندان ملا يونس هغه كسان دي، چې پاكستان له بند څخه خوشې كړي دي.
د پاكستان د اكسپرس تريبون ورځپانې په وېنا، دا ګام د افغانستان د سولې په پروسه كې د آسانتياو د برابرولو په نيت پورته شو.
د طالبانو يو پخوانى مشر سيد اكبر آغا هم مني، چې دا درې تنه خوشې شوي دي.
له هغه مو وپوښتل، چې داسې امكان شته، چې دا كسان د طالبانو له ليكو سره يو ځاى شي، هغه دا احتمال رد كړ.
د پوهنتون استاد طاهر هاشمي او د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي بیا وايي، د پاكستان دا اقدام په افغانستان كې د تاوتريخوالي د زياتېدو په موخه تر سره كېږي، او دا هغه لوبه ده چې پاكستان په كې له امريكا څخه زيات امتياز تر لاسه كول غواړي.
بل خوا د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون ویاند رفیع الله بېدار هم د دغو كسانو پر خلاصون اندېښنه لري او زیاتوي، چې د طالب مشرانو د خلاصون پروسه رڼه نه ده او افغانستان كې به د تاوتريخوالي له زياتېدو سره مرسته وكړي.
افغان چارواكو په دې اړه له څه وېلو ډډه كړې او په دې برخه كې يي د دريځ ښكاره كولو لپاره د سولې عالي شورا را په ګوته كړه، خو دې شورا هم دا ځل زمونږ ټيليفون ځواب نه كړ.