سیمه ییز خبرونه

پاكستان دې د افغانستان پرخاوره خپل تېرى پاى ته ورسوي- ولسى جرگه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهار په گوشته ولسوالۍ كې د افغانستان په خاوره كې د پاكستان د تاسيساتو د ودانولو او نښتې په اړه د غبرگونونو په لړ كې دا ځل د ولسي جرگې د دفاعي چارو كميسيون د پاكستان دا كار د ټولو نړيوالو قوانينو او ښه گاونډيتوب خلاف او يو بربنډ تېرى گڼلى دى.

دغه كميسون د يوې اعلاميې په خپرولو له پاكستان څخه وغوښتل، چې د ديورند د كرښې په اوږدو كې جوړې كړې ودانۍ او دروازه ړنگ او تېري ته د پاى ټكى كيږدي او كه نه ناوړه پايلې به ولري.

د دفاعي چارو د  كميسيون اعلاميه څرگندوي، چې د  افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دې د دې لانجې د حل په لار كې ديپلوماتيكې هڅې گړنډۍ او نړيواله ټولنه او د افغانستان ستراتيژيك متحدين بايد د پاكستان د دې اقدام په اړه بې تفاوته نه شي.

د ولسي جرگي د دفاعي چارو كميسيون غړي خالد پښتون افغان ځواكونو ته سپارښتنه وكړه، چې د خپلې خاورې د ساتنې په موخه خپل جگړه ييزچمتو والى بشپړ كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم پاكستان ته په دې اړه اعتراض كړى او په كابل كې يې د پاكستان سفارت چارواكو ته ويلي، چې كه په گوشته او نورو سيمو کې پوځي تاسيسات ړنگ نه شي او بريدونو ته دوام ورکړي؛ نو د هر راز پايلو مسووليت به د دغه هېواد  په غاړه وي.

Trending

Exit mobile version