سیمه ییز خبرونه

پاكستان دې د افغانستان په سرحدي سيمو كې له مداخلې ډډه و كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان په سرحدي سيمو كې د پاكستان لاسوهنو كورنيو چارو وزير اړ كړ، چې ځان د ننگرهار ولايت گوشتې ولسوالۍ ته ورسوي.

كورنيو چارو وزيرمجتبى پتنگ گواښ كړى، چې كه له ديپلوماتيكو لارو روانه سرحدي ستونزه حل نه شي ملي امنيتي ځواكونه به د خلكو په ملاتړ په دې اړه د ډاډ وړ گامونه پورته كړي.

دغه راز كورنيو چارو وزيرد قاسم خان سرتېري له كورنۍ سره، چې په سرحدي نښته كې وژل شوى هم د خواخوږۍ څرگندونه وكړه.

نوموړي د هغو ټپيانو پوښتنه هم وكړه، چې د تېرې چارشنبې (د غويى۱۱) د گوستې په نښتنه كې زيانمن شوي دي.

ټپي شوي سرتېري د سرحدي ځواكونو په روغتون كې تر درملنې لاندې دي.

هغه ټپونه، چې په نښته كې د توغنديو پر لگيدو د سرتېرو په برخه شوي؛ د دغو ميړنيو روحيه  پرې نوره هم پياوړې تر سترگو كيږي.

كه څه هم چارواكو گوشتې ولسوالۍ ته د تازه دمو سرتېرو له ليږلو خبر وركړى، خو يو شمېر سرتېري د تجهيزاتو له لږوالي اندېښنه څرگندوي.

دا لومړى ځل نه دى، چې افغانستان پاكستان گواښلى. له دې مخكې هم افغان چارواكو گواښ كړى و كه  پاكستان له مداخلې لاس وانخلي، افغانستان به يې پر ضد پوځي كړنې تر سره كړي.

د يادونې وړ ده، چې تر اوسه هم ليدل كيږي، چې د افغانستان  خاورې ته پاكستاني پوځيان رادننه شوي او حتا په گوشته كې يې سرحدي ديوالونه جوړ كړي دي.

Trending

Exit mobile version