سیمه ییز خبرونه
پاكستان دې د سولې په اړه عملي گامونه پورته كړي- موسى زى
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې:
اوس هغه وخت رارسيدلى، چې پاكستان، د افغا نستان د ملي روغې جوړې په اړه عملي اقدامات تر سره كړي.
د دغه وزارت په وينا:
پاكستان كولي شي د افغا نستان او د وسله والو مخالفينو ترمنځ د مخامخ خبرو زمينه برابره كړي.
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبرياله فريده سوما څرگنده كړې، چې د افغا نستان د بهر نيو چارو وزارت وايي، چې:
د اسلام آباد په درې اړخيزه غوڼده كې په ځانگړي توگه له مخالفينو سره د سولې او خبرو اترو په اړه خبرې شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي د يكشنبي په ورځ په يوه خبري غوڼده كې وويل، چې:
په دې غوڼده كې د سولې په راوستو كې د امريكا، پاكستان او افغا نستان پر رغنده هڅو ټينگار وشو.
نوموړي زياته كړه، چې:
اوس هغه وخت رارسيدلى، چې درې واړه هېوادونه د سولې په راوستو كي خپل تعهدات عملي كړي او په د ې اړه د پا كستان پر ځانگړيو هڅو ټينگار وشو.
د بهر نيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي وويل، چې:
افغان دولت هيله مند دى، چې د سولې په اړه په راتلوونكيومياشتو كې عملي گا مونه پورته شي.
موسي زي زياته كړه، چې:
هيڅ داسې ډله او يا شخص وجود نلري، چي د سولې په پروسه او مذاكراتو كې دې د شموليت شرايط ونلري، خو زياته يې كړه، چې:
تراوسه هم دولت پخپل هغه دريځ ولاړ دي، چې بايد دغه كسان له القاعدې ډلې رابېل شي ، اساسي قانون ومني ، د تېرولس كلونو لاس ته راوړني قبولي كړي او د بيان دآزادي او د ښځو دحقونو در ناوي وكړي.
د يادونې وړده، چې دغه درې اړخيزه غونده د افغا نستان، امريكا او پاكستان په گډون د زمري په يوولسمه نېټه په اسلام آباد كي جوړه شوې وه .