سیمه ییز خبرونه
پاكستان د افغانستان خلكو ته پوځي او اقتصادي ستونزې جوړوي
د سوداگرۍ وزارت د نفتي توكو رياست د گازو د بيې د لوړوالي لامل د پاكستانيانو غيرقانوني پېرودل گڼي او په كابل كې يې د يو كيلوگازو بيه ۶۴ افغانۍ ټاكلې ده.
د كابل د استيناف څارنوالۍ رييس سيد شريف شريف خبردارى وركوي، چې:
له هغو كسانو سره به قانوني چلند وشي، چې له ټاكلې بيې سرغړونه وكړي.
كه څه هم د سوداگرۍ وزارت د روان كال په ژمي كې د سون توكو او په ځانگړي توگه د گازو د بيې د كنترول لپاره د لويې څارنوالۍ، ولسي جرگې اقتصادي كميسيون، ملي امنيت او د دغه وزارت په گډون يو كميسيون جوړكړ؛ خو كابل ښاريان د گازو د بيې له لوړوالي شكايت كوي.
يو شمېركابل ښاريان وايي:
په تېره يوه اوونۍ كې د يوې كيلو گازو بيه له ۵۵ افغانيو څخه ۷۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.
د سوداگرۍ وزارت د دې لوړالي لامل د افغانستان په اقتصادي چاروكې د پاكستان لاسوهنه گڼي.
د دغه وزارت نفتي توكو رييس فريدالله شېرزى وايي:
پاكستاني سوداگر په غير قانوني توگه د افغانستان له بازارونو په ډېره اندازه گاز پېري او خپل هېواد ته يې ليږدوي.
دا په داسې حال كې ده، چې د شنبه په ورځ(د ليندۍ ۱۱) د دغه پلاوي له څېړنو وروسته په هرات كې د يو كيلو گازو بيه ۵۵ افغانۍ وټاكل شوه.