سیمه ییز خبرونه

پاكستان د افغانستان د امنيت لپاره ستر ګواښ دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د پوځ لوى درستيز وايې، پاكستان په افغانستان كې تر خپل امر لاندې حكومت غواړي. د لوى درستيز شير محمد كريمي په وېنا، پاكستان د افغانستان په چارو كې د لاس وهنې له لارې غواړي خپل مشخص اهداف تعقيب كړي.

ټاكل شوې وه د سې شنبې په ورځ ( د غویی ۳ ) مشرانو جرګې ته د كورنيو چارو، دفاع او بهرنيو چارو وزيران د ديورند كرښې په اوږدو كې د امنيتي ننګونو په تړاو ځواب لپاره حاضر شوي واى، خو د افغان پوځ لوى درستيز او د بهرنيو چارو وزارت مرستيال مشرانو جرګې ته ورغلل.

د افغان پوځ لوى درستيز دا ځل د افغانستان په وړاندې د پاكستان اهدافو ته په څرګنده اشاره كوي.

د پاكستان هڅه د افغانستان د اوبو سرچينو څخه د استفادې لپاره، د ديورند كرښې په رسميت پېژندل، د هند او افغانستان له نږدې اړيكو سره د پاكستان مخالفت او په افغانستان كې د پاكستان تر امر لاندې حكومت را منځته كېدل د پاكستان له څرګندو موخو څخه دي، چې د افغان پوځ لوی درستیز شير محمد كريمي ورته اشاره كوي.

پاكستان افغان طالبانو ته خوندي پټنځاى بلل كېږي او كابل تل په پاكستان نيوكې كوي، چې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه كې رښتينى نه دى.

خو دا ځل د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاويد لودين يو ګام وړاندې اخلي او وايې، پاكستان د افغانستان د امنيت لپاره ستر ګواښ دى.

بل خوا پاكستان تل د افغانستان پر خاورې پر توغنديزو بريدونو تورن شوى او په سياسي غونډو او حركتونو كې پدې تړاو د افغانستان پر چوپ دريځ نيوكه شوې ده.

دا ځل د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال  همدارنګه وايې،  د افغانستان د خاورې پر وړاندې پوځي ګواښونو سره د مقابلې لپاره بايد جګړې ته چمتو ووسو.

دا په داسې حال كې ده، چې د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال په وېنا، د پاكستان ملكي حكومت له كابل سره  دوه اړخيزو همكاريو ته قانع شوى، خو د ده په وېنا، د هر ډول پرېكړو واك د پاكستان د پوځيانو په لاس كې دى نه د ملكيانو.

Trending

Exit mobile version