سیمه ییز خبرونه
پاكستان د افغانستان د سولې بهير په اړه رښتينې همكاري نه كوي
د افغانستان مشرانو جرگه د سولې په بهير كې د پاكستان همكارۍ ته د شك په سترگه گوري او له افغان دولت څخه غواړي، چې د طالبانو د مشر عبدالغني برادر په خوشي كولو كې له دقت څخه كار واخلي.
پاكستان ته د ولسمشر حامد كرزي له وروستي سفر وروسته د سولې په بهير كې د مرستې په موخه د پاكستان له زندانونو څخه د طالب بنديانو د خوشي كيدو خبرونو ډېرې رسنۍ بوختې ساتلي، په دې برخه كې د پاكستاني چارواكو نوې ژمنه د لوړ پوړي طالب چارواكي ملاعبدالغني برادر خوشي كول دي.
د مشرانو جرگي لومړى مرستيال محمد علم ايزديار وايي، چي د ملا برادر خوشي كيدل بايد د افغانستان د سولې پروسې په برياليتوب كې مرسته وكړي.
ښاغلى ايزد يار وايي، پاكستان د افغانستان د سولې بهير په اړه رښتينې همكاري نه كوي .
هغهزياتوي؛ ځكه تراوسه، چې كوم طالب مشران خوشي شوي د سولې له بهير سره يې مرسته نه ده كړې.
په همدې وخت كې د افغانستان د ځوانانو اتحاديې يو شمېر غړي، چې د سولې د نړيوالې ورځې په وياړ يې غونډه جوړې كړې وايي، دولت بايد په هېواد كې د سولې په راوستو كې عملي گامونه پورته كړي.
دا كسان وايي، سوله د افغانانو لپاره د بل هرڅه په پرتله مهم لومړيتوب دى او، چې سوله نه وي نوى نسل نه شي كولى د هېواد په پرمختگ كې خپله ونډه ادا كړي.