سیمه ییز خبرونه
پاكستان د افغانستان ۴۵ كيلومتره خاوره لاندې كړې ده
د ننګرهار ګوشتې ولسوالې ته د ولسي جرګې استول شوى پلاوى وايي، له تېرو لسو كلونو را پدې خوا پاكستان د افغانستان ۴۵ كيلومتره خاوره لاندې كړې ده. دغه پلاوي د هغه تړون په اړه اندېښنه وښوده، چې لس كاله وړاندې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د قوماندان په ګډون د افغانستان او پاكستان ترمنځ شوى، خو جزئيات يې نه دي روښانه.
د ولسي جرګې يو پلاوى، چې د ننګرهار په ګوشته ولسوالې كې د پاكستاني ځواكونو د پوځي تاسيساتو او لانجې د څېړلو په موخه دغه سيمې ته تللى وايي:
پاكستان له تېرو لسو كلونو را په دېخوا په نوموړې سيمه كې د افغانستان لسګونه كيلومتره نوې سيمه نيولې ده.
د دغه پلاوي غړى محمد نعيم لالى حميدزى وايي:
په دې سره په سيمه كې د مومندو قوم سره جلا شوى او پاكستان دوى ته د امكاناتو په برابرولو سربېره خلكو ته پېژند پاڼې هم وېشلې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو د پخواني مشر جنرال مك كرستال په ګډون په تورخم كې تړون لاسليك شوى، خو تر اوسه يې هم جزيات له دوى سره نشته.
همدا راز د ولسي جرګي د دفاعي چارو كميسيون رئيس همايون همايون وايي:
د ګوشتي په ولسوالۍ كې هېڅ داسې نښې نشته، چې افغان ځواكونه خپله سيمه وپېژني، د دغه كميسيون رئيس زیاته کړه، چې په دې برخه كې د انګلستان، روسانو او امريكاييانو له خوا جلا نقشي جوړې شوې، چې له يوبل سره ډېر توپيرلري.
هغه وايي، لومړى بايد په دې سيمه كې د افغان ځواكونو دا ستونزه هواره شي.
ولسي جرګې د دفاعي چارو كميسيون ته دنده وسپارله، چې له سيمې څخه دې خپل چمتو كړى رپوټ له امنيتي ارګانونو سره په ګډه وڅېړي ترڅو وروسته ولسي جرګه په دې اړه تصميم ونيسي.