سیمه ییز خبرونه

پاكستان د تاپي پروژې په خبرو اترو كې گډون نه كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د اكسپرس تربيون ورځپاڼې په حواله پاكستان هند ته د تركمنستان د گازو د پايپ ليكې له ليږد څخه ډډه كړې، چې له همدې كبله په ياده پروژه خبرې اترې ځنډول شوې دي.

د پاكستان يو چارواكي اكسپريس تريبون ورځپاڼې ته په ډاگه كړې، چې:

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت او د شيرون شركت مسوولينو، چې د پايپ ليكې په اړه يې له هندوستان څخه ليدنه كړې؛ له پاكستان څخه غوښتي، چې په دې خبرو كې برخه واخلي، خو د هند و پاكستان ترمنځ وروستي تاوتريخوالي اړوند خبرې وځنډولې.

د اقتصادي چارو كارپوه ضيا ضيا وايي، چې افغانستان تل د دغو هېوادونو د سياستونو قرباني شوى دى او د دغه پايپ ليكې له لاسه وركول به د افغانستان لپاره لوى زيان ولري.

د كانونو وزارت چارواكو تر دې دمه په دې اړه له خبرو كولو ډډه كړې.

په لومړيو كې د دغې پروژې لگښت اووه نيم ميليون دالر برآورد شوى و؛ خو په كارونو كې د ځنډ په رامنځته كيدو اوس ويل كيږي، چې دغه لگښت لس ميليارد دالرو ته رسيږي.

د لومړنۍ طرحې له مخې پاكستان په ورځ كې يو اعشاريه درې ميليارد فوت مكعب گاز، هند هم په همدې كچه  له تركمنستان څخه تر لاسه كوي او افغانستان به صفر اعشاريه درې ميليارد فوت مكعب گاز تر لاسه كړي.

د يادونې وړ ده، چې دا پايپ ليكه د يو زرو اته سوه كيلو مترو په اوږدوالي له افغانستان او پاكستان څخه په تېريدو هند ته رسيږي.

Trending

Exit mobile version