تازه خبرونه

پاكستان د کونړ پر سرحدي سیمو له اتیاو ډېر توغندیز بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پاكستان دکونړپرسرحدي سیموله اتیاوو ډېر توغندیزبریدونه کړي، چې په کې خلکوته مالي زیانونه اوښتي دي.

دکونړامنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیلی وايي:

دشیگل، سرکاڼو، ناړۍ اودانگام ولسوالیوپرسرحدي سیمو يو ځل بيا له اتيا ډېرتوغندي لگیدليدي.

دکنړوالي شجاع الملک جلا له وايي که، مرکزي دولت لارښوونه وکړه په سیمه کې میشت ځواکونه ځوابیه بریدته چمتودي.

دپاکستان دغوبریدونو له سرحدي سیموسلگونه کورنۍ بې ځایه کړي اواوس هم دالړۍ روانه ده.

ځايي خلک وايي،پاکستان هڅه کوي ددې بریدونوله لارې ځايي خلک کډه او دوی رامخکې شي.

دقومونواوقبایلوچارووزير محمد اکرم خپلواک د دیورنډکرښې ته نږدې دتاسیساتوجوړول او روان بریدونه دپاکستان مخامخ تېری بولي.

دى له امنیتي شوراغوښتنه کوي، چې دافغانانوغږ واوري.

دانوي توغندیزبریدونه په داسې حال کې شوي، چې څو ورځې وړاندې په سرحدکې دځینوستونزودحل په موخه دپاکستان،افغانستان اوامریکاترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړه شوې وه، خو اوس داسې ښکاري، چې دې ناستې هم کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

کونړپه ختیځ کې له پاکستان سره پروت هغه سرحدي ولایت دی، چې پرپېنځه ولسوالیو یې دتېروڅلورکلونوراهیسې پاکستان توغندیزبریدونه کوي.

Trending

Exit mobile version