سیمه ییز خبرونه
پاكستان غواړي، چې ټول طالب بندیان خوشی کړی
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وايي، چې دوى پر دې موضوع كار كوي، چې په پاكستان كې ټول بندي افغان طالبان څنگه آزادولاى شي.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جليل جيلاني وايي:
مونږ په بند كې د پاتې طالب زندانيانو د خوشې كولو پر همغږۍ بوخت يو، چې دوى يو پر بل پسې آزاد شي او غواړو ټول طالب بنديان خوشې كړو.
په هغو كسانو كې، چې د پاكستان له بند څخه به خوشې شي، د طالبانو د دوهم درجې جگپوړي چارواكي ملا عبدالغني برادر نوم هم يادېږي، خو د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړوند معلومات نه دي وركړي.
دلته په افغانستان كې د ولسي جرگې يو شمېر غړي د پاكستان له زندانونو څخه د افغان طالب زندانيانو پر خوشي كېدو اندېښمن دي.
دغه كسان په دې باور دي، چې داسې هېڅ ضمانت نشته، چې خوشې كېدونكي طالبان به يو ځل بيا د دولت پر ضد جگړې ته دوام نه وركوي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيكو رئيس محمد اسماعيل قاسميار بيا بېل نظر لري.
نوموړى وايي، چې د طالب زندانيانو خوشې كېدل د سولې د بهير له گړنديتوب سره مرسته كولاى شي.
پاكستان ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي له وروستي سفر وروسته پاكستان نږدې شل طالب زندانيان خوشې كړي، چې د طالبانو د واكمنۍ د عدليې وزير ملا نورالدين ترابي هم پكې شامل دى.