سیمه ییز خبرونه
پاكستان له افغانستان سره د همكارۍ په ارزښت پوه شوى
په لندن كې د بريتانيا، افغانستان او پاكستان له درې اړخيزې غونډې وروسته د امريكا د كانگرس يو شمېر سناتوران له كابل او اسلام آباد څخه په ليدنه بوخت دي.
د امريكا د كانگرس غړيو له پاكستاني چارواكو سره له ليدنې وروسته ويلي، چې اوس پاكستان په دې پوه شوى، چې له افغانستان سره د ستونزو په حل كې صادقانه همكاري څومره ارزښتناكه او گټوره تماميږي.
له امريكايي سناتورانو سره په ليدنه كې د دوشنبې په ورځ(د لړم۱۳) افغان ولسمشر حامد كرزي وويل، په لندن كې له پاكستانيو چارواكو سره د سولې د ټينگښت په تړاو گټورې خبرې شوي؛ نو، ځكه د پاكستانيو طالبانو د رهبر وژنې لپاره اوس مناسب وخت نه و. ده تمه ښودلې، چې د حكيم الله محسود له وژل کيدو سره به د سولې هڅې نه زیانمنیږي.
د چارو يو شمېر كارپوهان په دې باور دي، چې پاكستان ظاهرا له افغانستان سره د سولې په تړاو د همكارۍ ژمنې كوي؛ خو په عمل كې بيا هر څه معكوس راخيژي.
حکیم الله محسود د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په درپه خېل ډنډ سیمه کې د بې پیلوته امریکايي الوتکې په برید کې له خپلو څلورو ملگرو سره ووژل شو.
د پاکستان حکومت دغه برید د ملي حاکمیت تر پښو لاندې کول بللي او وايي، له دې سره د سولې هڅې شنډې شوې دي.