نړۍ

پاكستان له حقاني شبكې سره اړيكې لري- كمرون مونټر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په اسلام اباد كې د امريكا متحدو ايالتونو سفير كمرون مونټر وايي، چې:

د پاكستان له دولت څخه غواړي، چې لدې شبكې سره خپلې اړيكې وشلوي.

مونټرپه داسې حال كې پاكستان له حقاني شبكې سره په اړيكو درلودلو تورنوي، چې دا شبكه د كابل د عبدالحق په څلورلاري كې د وروستي ترهگريز بريد طرحه كوونكې هم پېژندل شوې او د رپوټونو له مخې، د همدې بريد له لامله د سعودي عربستان ډيپلوماټان په كابل كې د خپل سفارت د ټولو مداركو او اسنادو په سوزولو  له دې ښار څخه ووتل، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اوس هم د كابل او رياض ترمنځ پرډيپلوماټيكو اړيكو ټينگاركوي.

لدې مخكې ناټو او امريكايي چارواكو څو څو ځله له پاكستان څخه غوښتي، چې د حقاني شبكې پر وړندې خپلو عملياتو ته چټكتيا وركړي، خو په كابل كې د امريكا پر سفارت او د آيساف او ناټو پرمركزونو بريدونو، چې دغه ډله يې مسووله وبلل شوه، د پاكستان پر وړاندې د امريكايي چارواكو بدگمانۍ نورې هم پراخې كړې، تر دې بريده، چې په اسلام آباد كې د امريكا سفير په روښانه ډول له يوې پاكستانۍ راډيو سره په مركه  كې وويل، چې:

پاكستان له حقاني ډلې سره مستقيمې اړيكې لري او لدې ډلې سره يې د پاكستان د اړيكو د پريكولو غوښتنه هم كړې ده.

په اسلام آباد كې د امريكا سفيركمرون مونټر ويلي:

په هغه بريد كې، چې څو ورځې مخكې په كابل كې ترسره شو، د حقاني شبكې كار و. حقيقت دا  دى، چې مونږ په تېر مهال كې هم ويلي وه، چې ستونزه شته دى او داسې شواهد په لاس كې لرو، چې د حقاني شبكې اړيكې د پاكستان له حكومت سره ښيي او دا هغه څه دي، چې بايد ودرول شي.

د حقاني شبكې مشر سراج الدين حقاني له يوې بهرنۍ رسنۍ سره په مركه كې ويلي،  چې افغانستان د دې ډلې لپاره د امن ځاى دى.

نوموړي ويلي كه:

طالبان له امريكا سره مذاكره وكړي، نوموړى به هم پدې خبرو كې برخه واخلي.

عبدالحمید مبارز د سولې عالي شورا غړى دا څرگندونې د پاكستان د تېرايستونكي سياست يوه برخه بولي او وايي، چې:

افغان دولت به له هغو كسانو سره، چې لاسونه يې د خلكو په وينو سره وي، هيڅكله سوله ونكړي.

جانان موسی زی د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې :

له دې سره هممهاله دا سې رپوټونه هم خپاره شوي، چې د كابل په عبدالحق څلور لاري كې د وروستي بريد پړه پرحقاني ډلې اچول شوې او له لامله يې د سعودي عربستان ډيپلوماټانو د خپل سفارت مداركو ته اوراچولى او له كابل څخه وتلي دي.

د حقاني ډله په افغانستان د كابل پر وروستي ترهگريز بريد سربېره په يو زيات شمېربريدونو كې ښكېله بلل شوې ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version