نړۍ

پاكستان له حقاني شبكې سره په مبارزه كې پاتې راغلى- ليون پانيتا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پاكستاني چارواكو د امريكا د دفاع وزيرهغه څرگندونې په كلكه رد كړي، چې وايي:

پاكستان له حقاني شبكې سره په مبارزه كې پاتې راغلى دى .

د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د امريكا د دفاع وزيرليون پانيتا ورستۍ څرگندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاكرې او پاليسۍ خلاف بللي دي.

د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې:

دا ډول خبرې به له ترهگرۍ سره د مبارزې بهيرزيانمن كړي.

همدا راز په افغانستان كې د پاكستان پخواني سفير مومند ويلي، چې:

د حقاني شبكې پاكستان ته كوم زيان  نه دى رسولې؛ نو له همدې  لامله پاكستان حاضر نه دى، چې د دغې شبكې پرضد كوم گام پورته كړي.

په كابل كې د سه شنبې په ورځ(د وږي ۲۲) د امريكا پرسفارت او د آيساف پرپوځي اډه ترهگريز بريدونه د دې لامل شول، چې د امريكا دفاع وزارت دا بردونه په كلكه وغندي او په دې بريد كې  په پاكستان كې مېشته حقاني شبكه تورنه وگڼي .

د امريكا دفاع وزيرليون پانيتا پر پاكستان تور ولگاوه، چې پاكستان د دغه هېواد په قبايلي سيمو كې له مېشتې حقاني شبكې سره د مبارزې په برخه كې پاتې راغلى دى.

د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې د دغو څرگندونو په غبرگون كې وويل، چې:

د امريكا د دفاع وزير دا څرگندونې به له ترهگرۍ سره د مبارزې بهير اغېزمن كړي .

د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده تهمينه جنجوعه ټينگار كوي، چې:

د امريكا د دفاع وزير ورستۍ څرگندونې د دواړو هېوادونو تر منځ د مذاكرۍ د پاليسۍ خلاف دي؛ په دا ډول څرگندونو به له ترهگرۍ سره د مبارزې بهير زيانمن شي، خو  دا بهير همكارۍ او د دواړو خواوو باور ته اړتيا لري .

په افغانستان كې د پاكستان پخوانى سفير رستم شاه مومند وايي، چې:

پاكستان د امريكا له گټو څخه خپلو گټو ته ډېره پاملرنه كوي؛ نو له همدې لامله د حقاني شبكې پرضد عمليات نه تر سره كوي .

رستم شاه مومند ټينگار كوي، چې:

حقاني ډلې هيڅكله د پاكستان حكومت ته زيان نه دى رسولۍ؛ پاكستان د امريكا په پرتله خپلو گټو ته ډېر ژمن دى. دغې شبكې د پاكستان حكومت، پوځيان او خلك نه دې په نښه كړي؛ نو ولې يې پاكستان پر ضد عمليات تر سره كړي ؟ پاكستان به هيڅ كله هم دا كار ونه كړي .

رستم شاه مومند رسنيو ته ويلي، چې:

كه پاكستان پر نوموړې شبكې عمليات وكړي؛ نو ياده شبكه به افغانستان ته وتښتي او بېرته به د پاكستان پر خاوره بريدونه وكړي، چې يوه  غوره بېلگه يې د پاكستان پر سرحدي سيمو د افغان وسله والو طالبانو ورستي بريدونه دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version