تازه خبرونه
پاكستان هڅه كړې، چې افغانستان يې تر اطاعت او فرمان لادې وي
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، له افغانستان څخه د پخواني شوروي د پوځيانو له وتلو وروسته پاكستان هڅه كړې، چې افغانستان يې تر اطاعت او فرمان لادې وي.
ولسمشر حامد كرزي د ملي شورا د پرانيستې پر مهال دا ځل له توقع خلاف سپينې او څرگندې خبرې وكړې.
نوموړي وويل:
پاكستان كلونه كلونه كيږي، چې غواړي افغانستان يې تر امر لاندې وي. دا د ده په خبره يو خوب دى، چې په واقعيت به وانوړي.
افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، د طالبانو مشران په پاكستان كې په خوندي توگه ژوند كوي؛ خو هغه طالبان، چې له افغان دولت سره د سولې خبرې غواړي، وژل كيږي.
نوموړي د كابل- واشنگتن تر منځ امنيتي سند ته هم نغوته وكړه او ويې ويل، افغانان بايد د دې سند د لاسليك په صورت كې سولې ته ورسيږي او امريكا خپلو گټو ته.
كه څه هم په بېلابېلو سياسي غونډو كې د ولسمشر په دې دريځ، چې طالبان وروڼه بولي، نيوكې شوي، خو اوس هم نوموړى پخپل دريځ ولاړ دى.
په داسې حال كې، چې د سولې په بهيركې د حكومت اوسنۍ هڅې د ډېرو په باور يو طرفه دي؛ خو حامد كرزى وايي، د سولې ټينگښت ته هم هيله من دى. لكه څرنگه، چې معلومه دى دې كار په دې دولس كلونو كې ډېر ستړى كړى دى.
نوموړي د پاكستان په اړه ډېره زغرده وينا وكړه او دا لومړٰ ځل دى، چې د هغه دريځ د پاكستان په وړاندې دا ډول بيانيږي.