تازه خبرونه
پاكستان پر ديورند كرښې د ناقانونه تگ راتگ د مخنيوي غوښتنه وكړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ديورند كرښه د هېواد ختيځ، لويديځ او شمال ختيځ لوري ته غزيدلې، چې شاوخوا ۲۵۰۰ كيلو متره اوږدوالى لري.
د پوځي چارو كارپوه عبدالواحد طاقت وايي:
پاكستانيو چارواكو په ډاگه كړې، چې د ديورند كرښې زيات مسووليت او ساتنه پخپله غاړه واخلي.
د سياسي چارو كارپوه احمد سعيدي په دې باور دى، چې پاكستان هڅه كوي افغانستان د ديورند كرښې په رسميت پېژندنې ته اړ كړي.
د مشرانو جرگې غړې گلالۍ اكبري د پاكستان وروستى اقدام د دولس زره سرحدي پوستو د جوړيدو په برخه كې د افغانستان له ملي حاكميت څخه جدي سرغړونه بولي.
افغان دولت تل شكايت كړى، چې د ديورند كرښې له هغې غاړې وسلوال افغانستان ته را اوړي.
افغان دولت له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د وېره اچوونكيو اصلي مركزونه د ديورند كرښې هغې غاړې ته پراته دي او بايد له منځه يې يوسي.