سیمه ییز خبرونه
پاكستان په خپل بهرني سياست كې تروريزم د وسيلې په توگه كاروي
د امريكا دفاع وزارت يو ځل بيا پاكستان د ترهگرو د ملاتړي په توگه ياد كړى، چې پخپل بهرني سياست كې يې د وسيلي په توگه كاروي.
د امريكا د دفاع وزارت مرستيال آشتون كارتر، چې تازه يې د افغانستان، هند او پاكستان سفر تر سره كړى په واشنگتن كې په ډاگه كړه، چې:
ما په پاكستان كې په څرگنده توگه وويل، چې پاكستان ته اصلي گواښ تروريزم دى نه گاونډ هېوادونه.
د امريكا د دفاع وزارت دغه مقام وايي:
كه پاكستان په رښتيا اقتصادي وده غواړي؛ نو نه يوازې د خپل هېواد په لويديځ كې يو هوسا او د ډاډ وړ افغانستان ته اړ دى، بلكې له هند سره هم غوره اړيكو ته اړتيا لري.
د افغانستان په سياسي او حكومتي بنسټونو كې تل پاكستان د تروريزم ملاتړ كوونكى هېواد پېژندل شوى او د امريكا په مشرۍ د افغانستان لويديځو ملاتړكوونكيو تر دې دمه له پاكستان سره له نرمښته كار اخيستې، چې دې كار د كابل اندېښنې هم راپارولي دي.