سیمه ییز خبرونه
پاكستان څه نا څه ۶۰۰ توغندي د افغانستان پرخاوره توغولي دي
پاكستان له يوې اوونۍ په لږه موده كې له شپږ سوه ډېرتوغندي د افغانستان پر خاوره توغولي دي .
د كونړ چارواكي وايي، چې:
يوازې تېره شپه ۲۱۳ توغندي د دانگام پر ولسوالۍ لگيدلي دي.
د توغنديو په دغو بريدونو كې تراوسه يو ماشوم وژل شوى او شاوخوا پېنځه سوه كورنۍ د وېرې له لامله د خپلو كورنيو پريښودو ته اړ شوي دي.
په داسې حال كې، چې حكومت د پاكستان له خاورې د د غوغنديو د بريدونو د دريدو غوښتنه كړې، خو د ولسي جرگې د دفاعي چارو كميسيون وايي، چې په دې اړه دې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا مداخله وكړي .
د كونړ والي سيد فضل الله واحدي وايي، چې:
د افغانستان پر سرحدي سيمو د پاكستان له خاورې د توغنديو بريدونه يو ځل بيا په يوه جدي ستونزه اوښتي.
د كورنيوچارو وزارت وياند غلام صديق صديقي وايي:
د دغو توغنديزو بريدونو له لامله تر اوسه يو ماشوم وژل شوى دى ، دوه جوماتونه او څو د استوگنې كورونه وران شوي دي او شاوخوا پېنځه سوه كورنۍ د يادو بريدونو پر لامل د خپلو كورونو پريښودو ته اړ شوي دي .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال فرامرز تمنا وايي:
افغان حكومت ژر تر ژره د دغو بريدونو د درولو غوښتنه كړې ده .
د ولسي جرگې د دفاعي چارو د كميسيون ريسه شكريه باركزۍ وايي، چې:
د دغې ستونزې د حل لپاره دې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا مداخله وكړي .
د كونړ والي د يادو بريدونو د د ځواب وركولو په موخه د افغان امنيتې ځواكونو له چمتوالى خبر وركوي .
د سمې اوسيدونكي، چې د يادو بريدونو اصلي قربانيان دي په دې برخه كې افغان دولت په بي پروايۍ تورنوي او وايي:
دوى چمتو دي، چې پخپله پرافغانستان د گاونډ هېوادونو د بريدونو په غبرگون كې اقدام وكړي .
څو مياشتې وړاندې هم پاكستان د افغانستان پر خاوره شاوخوا اته سوه توغندي توغولي وه، چې له لامله يې د مالي زيانونو تر څنگ لسگونه بې گناه او ملكي وگړيو ته مرگ و ژوبله اوښتې وه.