تازه خبرونه

پانګوالو ته د پور ورکولو آسانتیاوې برابرې شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانک مسولین وایی، خصوصي متشبثینو ته د خصوصي بانکونو له لارې د پور د ورکړې سیستم فعال شوی دی.

د افغانستان بانک سرپرستخان افضل هډه وال وایي؛ د دوو نویو پروژو په عملي کیدو سره پانګوالو ته د پور د ورکړې لازمې آسانتیاوې برابرې شوي دي.

د دغه بانک د عامه اعتباراتو د ثبت لوی آمر ویلي چې له دغه سیستم نه پر استفادې او په منقولو مالونو د رهني حقونو ثبتول به د دې سبب وګرځي چې هېواد کې اقتصادي بهیر وده او پراختیا وکړي.

ښاغلي هډه وال وایي، دوي په افغانستان کې دوه نوي سیستمونه فعال کړي دي چې پر بنسټ یې کوچني شرکتونه او خصوصي متثبثین کولای شي چې له خصوصي بانکونو څخه پور واخلي.

د هغه په وینا، د عامه اعتبار د ثبتولواو پر منقولو مالونو د رهني حقونو د سیستمونو فعالولو باندې دوه اعشاریه پنځه میلیون ډالر لګښت راغلی دی، چې د آسیا د پرمختیایي بانک او حرکت ادارې له خوا ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان بانک مسولین وایی، خصوصي سکتور کولای شي آنلاین له پنځلسو خصوصي بانکونو نه پور تر لاسه کړي. د دوي په وینا، د دغه سیستم په فعالولو سره به کورني تولیدات زیات او سوداګر به په هېواد کې پانګونې ته لیوال شي.

 

د دوي په وینا، د دغه سیستم په تطبیق سره تر اوسه نوي زره تړونونه د عامه اعتباراتو په سیستم کې ثبت شوي چې ارزښت یې نهه څلویښت میلیارد افغانیو ته رسیږي.

Trending

Exit mobile version