تازه خبرونه

پانګوال دې په خپل هېواد کې د پانګونې لپاره راستانه شي ـ ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۱)

د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال له بهر میشتو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې هېواد ته د پانګونې لپاره راستانه شي.

د یکشنبې پر ورځ د غبرګولي ۱۵ د  لومړي وزیر لومړي مرستيال د لویې جرګې په کیږدۍ کې د صنعت اوونۍ په مناسبت مراسمو ته د وینا پر مهال د هېواد له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر ټینګار کړی، چې په هېواد کې تر بل هر وخت امنیت خوندي شوی او پانګوالو ته کوم خطر نشته.

ملا عبدالغني برادر ټینګار کوي چې تر بل هر وخت په هېواد کې امنیت خوندي شوی او پانګوال کولای شي له کومې وېرې پانګونې وکړي.

ملا برادر څرګنده کړې: د خلکو د خدمتګارانو په توګه مونږ له سوداګرو او پانګوالو غواړو، چې کور ته راستانه شي او دلته پانګونه وکړي. مونږ د دوی د ژوند، مال او پیسو ساتنه هم کوو.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي هم ويلي، چې د کانونو د استخراج په برخه کې شرکتونه کولی شي تر درې سوه میلیون ډالرو پانګونه وکړي.

هغه وایي: مونږ ژمن یوو، چې له پانګوالو سره ډېره نوره مرسته وکړو او شرکتونه کولی شي د کانونو په سکتور کې تر ۳۰۰ میلیون ډالرو پورې پانګونه وکړي.

د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف له کورنیو تولیداتو خپل ملاتړ اعلانوي او له خلکو غواړي، چې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني ویلي: مونږ ژمنه کوو، چې د ټولو سوداګرو تګ راتګ آسانه کړو او اوس د دې وخت راغلی دی، چې ټول سوداګر په هېواد کې پانګونې وکړي.

دلته ښځینه او نرینه تولیدکوونکیو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

دا نړیوال نندارتون په داسې حال کې جوړیږي، چې اسلامي امارت هم د سوداګرۍ د پراخولو لپاره جدي هڅې پیل کړي، چې حکومت وکولی شي هېواد له دغه ناوړه اقتصادي حالت څخه وژغوري.

Trending

Exit mobile version