سیمه ییز خبرونه

پانگوال دې د كانكور آزموينې بې پايله كيدونكيو ته د زدهكړې زمينه برابره كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د لوړو زدهکړو وزارت له ټولو مرسته کوونکيو هېوادنو او پانگوالو غواړي، چې له دې بنسټ سره مرستې او همكارۍ وكړي، چې هغو اتيا زره زدهکوونکيو ته د زدهكړو د دوام زمينه برابره شي، چې له كانكور آزموينې بې پايلې پاتې كيږي.

د لوړو زدهكړو وزير عبیدالله عبید وايي، د كانكور آزموينې له لارې ۶۰ زره گډون كوونكي د لوړو زدهكړو په موسسو، ۳۰ زره په نیمه لوړو زدهکړو او ۴۳ زره به یې په خصوصی پوهنتونو کې په پنځوص فیصده تخفیف ومنل شی.

د لوړو زدهكړو وزير وايي، د کانکور له آزموینې وروسته به ۸۰ زره بې پایلې پاتی شی.

د لوړو زدهكړو وزارت د چارواكو په وينا، سږ كال د كانكور په آزموينه كې ۲۶۰ زره كسان گډون كوي.

په روان كال كې د كانكور اخيستنې ۳۸ مركزونه په نظر كې نيول شوي، چې په ۳۷ مركزونو كې يې ترسره شوې او په نږدې راتلونكي كې به دا بهير بشپړ شي.

Trending

Exit mobile version