تازه خبرونه

پاڅون کوونکی: زموږ په سیمه کې ډېری بهرنی طالبان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کنړ په نورګل ولسوالۍ کې یو شمېر خلکو د وسله والو مخالفینو پر ضد پاڅون کړی.
پاڅون کوونکي وايي وسله والو یې ژوند تریخ کړی و. دوی له دولت څخه د جدي همکارۍ غوښتنه کوي؛ بلخوا د کنړ چارواکي وايي هڅه کوي چې پاڅون کوونکي په سیمه ایزو پولیسو کې جذب کړي تر څو د خپل سریو مخه ونیول شي.
د پاڅون د لامل په اړه ویل کيږي؛ كله خلكو غوښتل په يوه غونډه كې راټول شي، د وسله والو تر بريد لاندې راغلل، جګړه پیل او نيم ساعت يې دوام وکړ؛ خوځاني زیان یې نه درلود.
دا پاڅون کوونکي وايي په دې سیمه کې وسله وال مخالیفن واکمن دي او پر خلکو ظلمونه کوي؛ ځکه نو دوی اړ دي چې پر ضد یې پاڅون وکړي.
د پاڅون کوونکو په وینا چې وايي د دوی په سیمه کې ډېر وسله وال بهرنیان دي.
د نورګل ولسوال وايي دا پاڅون به نه یوازې په مزار دره کې، بلکې په ډېرو نورو سیمو کې د امنیت د ټینګښت سبب شي.
د کنړ والي شجاع الملک جلالا په دې كار خوښي وښوده؛ خو د هغوى پر سمې رهبرۍ ټنګارکوي. دی وايي په نږدې کې به د هر ځای پاڅون کوونکي په سیمه ایزو پولیسو کې جذب شي.
وسله والو مخالیفنو تل دغه ډول پاڅونونه ډراماتیک اوپروژيي بللي دي.

Trending

Exit mobile version