سیمه ییز خبرونه

پاکستان، افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستو کی مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د پاكستان د حكومت مشرتابه ژمنه كړې، چې په افغانستان كې د سولې او ثبات په راوستو كې همكاري كوي. په دې وزارت كې ديپلوماتان تمه لري چې اسلام آباد په نږدې راتلونكې كې خپلې ژمنې عملي كړي.

افغان ولسمشر حامد كرزى تېره اوونۍ پاكستان ته ولاړ څو پاكستاني چارواكي متقاعد كړي، چې د افغانستان د سولې په پروسه او د سولې او ثبات په ټينګښت كې ريښتينې همكاري وكړي.

خو افغانستان ته د ښاغلي كرزي له بېرته را ستنېدو سره سم دا سفر په سياسي او پوځي غونډو كې بې پايلې وارزول شو.

په شلو سفرونو كې، چې ښاغلي كرزي په تېرو څه باندې دولسو كلونو كې پاكستان ته تر سره كړي، د افغانستان يوه غوښتنه مطرح شوې ده.

د افغانستان په سولې او ثبات كې د پاكستان ريښتنې همكاري، چې هېڅكله نه ده عملي شوې.

كه څه هم افغان چارواكو هر ځلې له پاكستان څخه تر بېرته را ستنېدو وروسته ويلي، د دواړو هېوادونو په اړيكو كې يو نوى فصل پرانيستل شو.

له طالبانو سره د خبرو د پيل لپاره دغې ډلې ته په سعودي عربستان يا تركيې كې د دفتر پرانيستل بل مورد و، چې پرې افغان او پاكستاني چارواكو خبرې كړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی ټينګار كوي، چې په سعودي عربستان يا تركيه كې به د طالبانو لپاره د دفتر پرانيستل د افغانستان د سولې د بهير په ګټه وي.

دا په داسې حال كې ده، چې پاكستان تل د افغان چارواكو له خوا په خپلې خاوره كې د ترهګرو شبكو پر ملاتړ تورن شوى.

په همدې حال كې د پاكستان د لومړي وزير سلاكار سرتاج عزيز ويلي، اسلام آباد به له كابل سره د سولې په پروسه كې همكاري وكړي او له ۲۰۱۴ كال وروسته به د پاكستان حكومت د افغانستان په چارو كې لاسوهنه ونه كړي.

Trending

Exit mobile version