د هوا حالاتو بدلونونه
پاکستان، هند او بنګله دېش د تېر کال د هوا په درجه بندۍ کې ټیټ هېوادونه دي
د سې شنبې پر ورځ خپرې شوې څرګندونې ښیي؛ د روغتیا نړیوالې ټولنې له وړاندویېنې سره سم پاکستان په ۲۰۲۳ ز. کال کې د نړۍ له لوګیو ډکه یوه سیمه پاتې شوی، چې ککړتیایي شاوخوا ۱۵ چنده ډېره ده او بنګله دیش او هند د چاډ او ایران ځایناستي دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د هوا ککړتیا سږو ته زیان رسوي؛ دا ککړتیا پر ۲۰۲۳ ز. کال د بنګلهدیش په هر مکعب متر کې ۷۹ اعشاریه ۹ مایکرو ګرامه او د پاکستان ۷۳ اعشاریه ۷ مایکرو ګرامو ته ورسېده. په داسې حال کې د روغتیا نړیوالې ټولنې د ۵ مایکرو ګرامو څخه ډېر نه وړاندیز کوي.
د سویس په IQAir کې د هوا کیفیت علمي مدیرې کریسټی چیسټر شروډر ویلي؛ د اقلیمي شرایطو او جغرافیه (په سویلي آسیا کې) له کبله د ککړتیا کچه PM2.5 رسېدلې؛ ځکه، چې ککړتیا ټوله فضا نیولې او ترې د وتلو لار نلري.
هغې زیاته کړې: له دغې ککړتیا څخه کرنې، صنعت او نفوسو ته زیان رسیږي. له بده مرغه، په رښتیا هم داسې ښکاري، چې د ښه کېدا پر ځای نوره هم خرابیږي.
په ۲۰۲۲ز. کال کې بنګله دیش د ککړ تیا په درجه بندۍ کې پنځم نیولی و او هند اتم ځای درلود.
په ۲۰۲۳ ز. کال کې آسټرالیا، استونیا، فنلینډ، ګریناډا، آیسلینډ، موریس او نیوزیلینډ د روغتیا نړیوالې ټولنې معیارونه پوره کړي وه.
چاد، په ۲۰۲۲ ز. کال کې د نړۍ ترټولو ککړ هېواد و، چې د معلوماتي ستونزو له کبله د ۲۰۲۳ کال د درجه بندۍ یه نوملړه پاتې شو. ایران او سوډان هم د ۲۰۲۳ کال له نوملړه وایستل شو.
دغه راز افغانستان هم په دغه نوملړ کې له راتلو پاتې شو.