تازه خبرونه

پاکستانيو طالبانو له پاکستاني حکومت سره اوربند اعلان کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد له پاکستاني حکومت سره د سولې په ټپه د دريدلو خبرو د بیا پيل په خاطر د یوې میاشتنې اوربند اعلان وکړ.

شاهد د شنبې په ورځ(د كب۱۰) خبریالانو ته وویل، چې اوربند باید سمدستي پلی شي.

د پاکستاني طالبانو له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې:

د طالبانو مشرتابه ټولو گروپونو ته لارښونه کوي، چې د اوربند په خاطر د دې اعلان درناوي وکړي او په دې موده کې خپل ټول جهادي فعالیتونه ودروي.

د یو اړخيز اوربند په خاطر دا اعلان د پاکستانيو طالبانو له خوا په داسې حال کې شوی، چې په دې وروستیو کې د پاکستانيو طالبانو او حکومت تر منځ د سولې د خبرو د بیا پیل هڅې ناکامه شوې.

د افغانستان د سولې عالي شورا د پاکستانيو طالبانو او حکومت ترمنځ د يومياشتني اوربند د اعلان هرکلى وکړ.

د دې شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار محمد اسمعيل قاسميار وویل:

هر ډول اوربند د سولې مذاکرو ته لار اواروي.

د سولې عالي شورا تمه وښوده، چې يوه ورځ به افغان طالبان هم له خپل حکومت سره د سولې مذاکرو ته کښېني او له جگړې به لاس واخلي.

که څه هم افغان حکومت نه دى توانېدلى له خپلو طالبانو سره د سولې مستقيمې خبرې وکړي؛ خو تېره اوونۍ د سولې عالي شورا يوه هيات په دوبۍ کې د طالبانو له ځينو پخوانيو او اوسنيو مشرانو سره خبرې وکړې. د سولې عالي شورا هغه وخت وويل، چې؛ دغه خبرې له ”هيلو ډکې“ وې.

Trending

Exit mobile version