تازه خبرونه

پاکستانيو هکرانو په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط پرمهال چارواکي ښکارکړي – فیسبوک

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۶, ۱۴۰۰)

فیسبوک په ډاګه کړې؛ دوی د پاکستانیو هکرانو د یوې ډلې فعالیتونه هغه وخت بند او شنډ کړل، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د پرمختګ پرمهال یې د هغه وخت له حکومتي او امنیتي ځواکونو سره د تړلیو اشخاصو اکاونټونه ښکارول.

ټولنیزې شبکې فیسبوک پرون سې شنبه د لړم ۲۵ په ډاګه کړې، چې د « کپي سایډ » ډلې د خپلو فعالیتونو لپاره رومانټيک ښکار کارولی دی. هکرانو د ځوانو ښځو د لټون پر پلمه د هغو خلکو پاڼو ته د لاسرسي هڅه کوله، چې دوی یې په لټه کې ول.

د مټا شرکت اجرائیوي مدیرانو د دې ډلې د بنسټیزې انګېزې په اړه جزئیات ندي ورکړي؛ خو ویلي یې دي، چې د ښکار موخه هغه کسان ول، چې په کابل کې یې له افغان حکومت، اردو او قانون پلي کوونکیو بنسټونو سره تړاو درلود.

د فیسبوک د څرګندونو له مخې، د هکرانو کمپاین د اپریل او اګست میاشتو ترمنځ و؛ هکرانو فیشنګي لینکونه ښکار شویو سایټونو ته لیږل او هغوی یې ناوړه سافټویرنو یا د چټ پروګرامونو ډاونلوډ کولو ته هڅول.

فیسبوک تر برید لاندې حسابونو شمېر یا د هک شوي معلوماتو د بڼې په اړه ارقام ندي وړاندې کړي.

پلازمېنه کابل د یکشنبې پر ورځ د زمري ۲۴ / د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست پر ۱۵ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ټکني وتلو په بهیر کې د اسلامي امارت لاس ته ولویده او اسلامي امارت له شل کلونو وروسته د هېواد واک بیېرته ترلاسه کړ.

Trending

Exit mobile version