تازه خبرونه

پاکستاني طالبان په افغانستان کې له داعش سره يو ځاى کېږي-موسی زی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په اسلام آباد کې د افغانستان سفير وايي،چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې له داعش وسله والو سره يو ځاى کېږي.

هغه د دې ډلې پر ضد پر سيمه ييزو همکاریو همټينگار کړى دى.

د افغانستان سفير جانان موسى زي دغه څرگندونې تېره ورځ په اسلام آباد کې د(پاکستان او خليج څېړنيز مرکز) یوې ناستې تهد وينا پر مهال کړې دي.

نوموړيزياته کړې،چې د ترهگرۍ د له منځه وړو له پاره يو هېواد پلان يا د حل لاره نه لرې؛د دغه گډ دښمن د ځپلو لپاره بايد په گډه مبارزه وشي.

موسى زي وويل،چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې له داعش وسلوالو سره يوځاى کېږي او هلته يې ستونزې پيدا کړې دي.

دى وايي،د پاکستان تحريک طالبان يو شمېر قوماندانان او وسلوال په ننگرهار ولايت کې له داعش سره يو ځاى شوي او د هغوى تور بيرغ يې پورته کړى دى.

د افغانستان د سفير په وينا، داعش د نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم تبليغات کوي او د خپل نظر د خپرولو لړۍ یې پيل کړې ده.

Trending

Exit mobile version