پرمختګ او بشپړتیا
پاکستاني ملېشو د ډیورنډ پر کرښه د لوی خندق کیندل پېل کړي دي
مشرانو جرګې د ډیورنډ کرښي په او ږدو کې د پاکستان د پوځیانو لخوا د خندق کیندل د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله بولي او د پاکستان دا چاره په کلکو ټکو غندي.
د افغانستان په سویل کې پاکستاني ملېشو او پوځيانو د ډیورنډ پر کرښه د لوی خندق کیندل پېل کړي دي.
پاکستانی پوځ وايي، دا کار د وسله والو د اوښتو او نشه یی توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره کوي.
د پاکستان سرحدي پوځیانو په کوټه ښار کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې؛ د ۴۸۰ کیلومترو په اوږدوالي د یوه خندق د کیندلو کار یې پېل کړی دی.
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د پاکستان پر دغه عمل تند غبرګون وښود او له افغان دولت څخه يې وغوښتل، چې په وړاندې یې جدي دریځ خپل کړي.
د مشرانو جرګې غړي باقي بریال او نثار حارث وايي، د پاکستان دا کار د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف دی او دا مسئله باید په ملګرو ملتونو کې مطرح شي.
د ولسمشرۍ له دفتر یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، چي د ډیورند کرښي په او ږدو کې د پاکستان حکومت لخوا د خندق د کیندلو مسئله و څېړی.
دا پلاوی به تر لسو ورځو پوری خپل کاری رپوټ بشپړ او ولسمشر ته وسپاري.
دا په داسی حال کی ده، چی د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف د واکمنۍ پر مهال هم پاکستان پر دې کرښه د اغزن سیم د غځولو موضوع راپورته کړې وه چې؛ د افغانستان د مخالفت له کبله عملي نه شوه.