تازه خبرونه
پاکستان دې له خپلو مخالفانو سره سوله وکړي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستال محمد نبي عمري په خوست ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان حکومت او مخالفانو ته مشوره ورکړې او وایي: په خپل منځ کې سره جوړ شئ؛ مونږ په کرار پرېږدئ، پخپله روغه جوړه وکړئ.
محمد نبي عمري وایي: جنګونه او انقلابونه مونږ لیدلي دي؛ جنګونه او انقلابونه کونډې، یتیمان پیدا کوي، وطن ورانوي اقتصاد ختموي او نظام تباه کوي.
هغه زیاته کړې: پاکستانه! زمونږ د تجربې مطابق ستا به یو میلیون فوج وي، چې لس میلیونه فوج دې نور هم شي؛ دا مخالفین به ورک نکړئ.
دغه راز نوموړي هغو کسانو ته، چې له حکومت سره جنګیږي هم وایي، چې د دوی په کارونو کې مداخله نکوو؛ خو له نظام سره په جنګ کې زمونږ تجربه داده: ماته، که افغانستان الله پاک راکړ دا خلک ټول راسره ولاړ ول؛ چا چای راکولو، چا لار راته ښودله او چا دعا راته کوله. مونږ دې څه کوو؛ خو دلته مشکل مونږ ته دی؛ د دې اور بڅرکي مونږ ته راځي؛ پخوا پر یوه بهانه دا نظام وران شو، پخوا پر یوه بهانه دا افغانستان اشغال شو.
نوموړي پر بشپړ ټینګار په ډاګه کړې: بیا خدای ناخواسته ـ خدای ناخواسته دا سبب د دې ونه ګرځیږي، چې افغانستان ته جنګ راشي، افغانسان ته اشغال راشي او افغانستان ته پردۍ طیاره او توپ راشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دفاع وزیرخواجه اصف ویلي، چې: د ترهګرو روزنیز مرکزونه په افغانستان کې دي.