تازه خبرونه

پاکستانیو محصلینو پر کابل پوهنتون د برید غندنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۸, ۱۳۹۹)

پاکستانيو محصلینو په اسلام آباد کې د رسنیو ملي کلب ته نږدې یو سوله ییز لاریون تر سره کړ او پر ښوونیزو بنسټونو په ځانګړي توګه پر کابل پوهنتون وروستی برید یې وغانده او له افغانانو سره یې د خپلې خواخوږۍ د څرګندولو لپاره ډیوې بلې کړې.

د پاکستان د یو شمېر مشهورو پوهنتونونو محصلینو، د مدني ټولنې غړیو او په پاکستان کې میشت افغان محصلینو هم په لاریونونو کې برخه اخیستې وه.

افغان محصلینو د لاریونونو د پیلولو لپاره له پاکستانیو هغو مننه وکړه.

دغه راز د جمعې پر ورځ ایراني ملت  د بنرونو پر لګولو او د افغانستان پر ملي بیرغ  یې د آزادۍ منار وپوښه او په دې توګه یې له افغانانو سره خپله خواخوږي په ډاګه کړه.

د یادونې ده، چې د نړۍ مشرانو او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل په ځانګړي توګه پر کابل پوهنتون برید په کلکه غندلی او پر ښوونیزو ادارو بریدونه یې یو نه بښونکی جرم  یاد کړی دی.

Trending

Exit mobile version