تازه خبرونه

پاکستانیو مدرسو ته قاچاق شوي ۱۰ افغان ماشومان د افغانستان قونسل ته وسپارل شول

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۹, ۱۳۹۹)

د پاکستان د پېښور سترې محکمې لس هغه افغان ماشومان د افغانستان قونسلګرۍ ته وسپارل، چې د دوی مدرسو ته قاچاق شوي وه.

د افغانستان د قونسلګرۍ استازي عبدالحمید جلیلي، چې د محکمې په ناسته کې حاضر و؛ خبریالانو ته وویل، چې دغه ماشومان د بدخشان ولایت اوسیدونکي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه لس ماشومان د پاکستان د اکوړه خټک مدرسو ته قاچاق شوي وه.

د پېښور د سترې محکمې مشر وقار احمد ست د افغانستان قونسلګرۍ ته سپارښتنه کړې، چې دغه ماشومان خپلو پلرونو او کورنیو ته وسپاري.

همدارنګه پاکستانيو چارواکو ته امر شوی، چې دا موضوع وپلټي او خپلې موندنې محکمې ته وړاندې کړي.

پولیسو محکمې ته ویلي، چې دغه ماشومان د بدخشان له ولایت څخه پاکستان ته له اسنادو پرته قاچاق شوي وه او د اکوړه خټک د نوشیرې په مدرسه کې جذب شوي وه.

پاکستانۍ دان ورځپاڼې څرګنده کړې، چې یو افغان د کډوالۍ کارت لري او حکومت ته یې ویلي، چې د دغو ماشومانو له کورنۍ څخه دی.

د راپورونو له مخې؛ هغه ماشومان پاکستان ته رالیږدولي او ادعا کوي، چې دوی د اکوړه خټک له مدرسې څخه وړل شوي او د لیدلو اجازه یې هم نه درلوده.

د پېښور سترې محکمې هم د دغه سړي د نیولو امر کړی او د بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

قضائیه قوې ته دا هم ویل شوي، چې دا ماشومان په پښتو او اردو ژبو نه پوهیږي. له همدې امله ، د دوی لپاره ژباړونکی راوړل شوی.

محکمې پولیسو ته هم امر کړی، چې د مدرسې کارمندان توقیف کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې په د یا کوم بل مرکز کې نور افغان ماشومان شته اړ که نه.

Trending

Exit mobile version