تازه خبرونه

پاکستانیو ځواکونو په وزیرستان کې یو ترهګر قومندان وژلی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۳, ۱۳۹۹)

پاکستاني و ځواکونو څرګنده کړې، چې دوی نن د افغانستان پولې ته څېرمه په وزیرستان کې د وسلوالو مخالفنو یو قومندان وژلی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار ویلي؛ په یوه لویه لاسته راوړنه کې د ترهګرو مشر احسان الله الیاس احسان سانرزی او درې نور ترهګر نن د سهیلي او سویلي وزیرستان د پولې د غورم شکتو په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی دی.

افتخار زیاته کړې: احسان سانرزي د څو ترهګریزو بریدونو د طرحه کولو مشري کړې ده. هغه د ​​شکتو د اړوند سیمې په وروستي تروریستي بریدونو کې لاس درلود، چې عسکر په کې ووژل شول.

شمالي وزیرستان یو وخت د ترهګرو ډلو د مرکز په توګه پېژندل کیده؛ خو شپږ کاله مخکې د پاکستان اردو د پاکستانيو طالبانو پر ضد  ضرب عذاب نومي عملیاتو تر سره کړل.

ویل کیږي، چې د دغو عملیاتو په پایله کې یو شمېر پاکستاني طالبان افغانستان ته وتښتيدل؛ خو اوس اسلام آباد ادعا کوي، چې دا ډله په افغانستان کې اډې لري او له هغه ځایه د پاکستانيو ځواکونو پر وړاندې د بریدونو مشري کوي.

دغو عملیاتو په میلیونونه خلک بې کوره کړل؛ خو د پاکستان حکومت ویلي، چې ډېري یې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.

Trending

Exit mobile version