سیمه ییز خبرونه
پاکستانیو ځواکونو یو ځل بیا پر کونړ توغندي توغولي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د کونړ ولایت امنیه قوماندان عبدالحبیب سید خېل وایي، تېره ورځ بیا هم پاکستانیو ځواکونو د کونړ ولایت پر مروره ولسوالې توغندي توغولي او دغه کار یې روان ساتلی دی.
د نوموړي په وینا؛ په دې بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په کابل کې د پاکستان د پوڅ له لوی درستیز راحیل شریف سره په کتنه کې وویل، چې پاکستان او افغانستان بايد د گډ دښمن په وړاندې رښتینې مبارزه وکړي.