تازه خبرونه

پاکستان افغانستان او مرکزي آسیا ته نړیوالې الوتنې ډېروي

Published

on

د پاکستان نړیوال هوایي شرکت نن (پنجشنبه د کب ۷) په ډاګه کړه، چې دوی به افغانستان، آذربایجان او ازبکستان ته په نړیوالو الوتنو کې ډېروالی رامنځته کړي.

د پاکستان نړیوال هوایې شرکت په یوه ټویټ کې ویلي؛  چې دوی به په اوونۍ کې افغانستان ته خپلې الوتنې له ۴ څخه تر ۵  ورسوي.

سرچینه څرګندوي؛ مونږ غواړو، چې په دې توګه افغانستان ته خپلې الوتنې پراخه کړو.

دوی دا هم ویلي، چې د آذربایجان پلازمېنې باکو ته هم خپلې نېغې الوتنې ډېروي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا تر څنګ په سیمه کې د سولې او ثبات راتلو ته هم لیواله شوی دی.

Trending

Exit mobile version