تازه خبرونه
پاکستان افغانستان ته د خپلو مرستو یوه بله ټولګه هم وسپارله
(Last Updated On: ليندۍ ۴, ۱۴۰۰)
ټریبیون راپور ورکړی، چې پاکستان د چارشنبې پر ورځ په تورخم کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو اووه لارۍ وسپارلې.
د خوراکي توکو دغه لارۍ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف لخوا افغان چارواکو ته سپارل شوې دي.
د ټریبون د راپور له مخې؛ په دې مراسمو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی محمد صادق خان هم ګډون درلود.
ټریبیون خبر ورکړی، چې د چارو ادارې مرستیال قاري عنایت الله او قاري ثابت په ګډون د پاکستان او افغانستان سرحد همغږي کوونکيو او د تورخم مرستیال کمېشنر قاري نذیر په حضور کې اړوند مرستې تر لاسه شوې.